پاکستان د هندي وزيراعظم پارٶنكې وېنا بېخي مسترد كړه٬ امن لپاره زمونږ عزم دې كمزوري نه ګڼلې كېږي، سباٶن كښې د هر ډول بريد به په بشپړ عزم سره مقابله كولې شي۔ د خارجه دفتر وياند

اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) پاکستان د هندي وزيراعظم تېره ورځ وېنا كښې راپارٶنكي بيانونه بېخي مسترد كولو سره وئيلي دي امن لپاره زمونږ عزم دې كمزوري نه ګڼلې كېږي، سباٶن كښې د هر ډول جارحيت به په بشپړ عزم سره مقابله كولې شي٬ پاكستان ترهګرۍ سره مخ دے چې نېغ په نېغه سرپرستي يې هند كوي۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د نهې په ورځ د جاري …

اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) پاکستان د هندي وزيراعظم تېره ورځ وېنا كښې راپارٶنكي بيانونه بېخي مسترد كولو سره وئيلي دي امن لپاره زمونږ عزم دې كمزوري نه ګڼلې كېږي، سباٶن كښې د هر ډول جارحيت به په بشپړ عزم سره مقابله كولې شي٬ پاكستان ترهګرۍ سره مخ دے چې نېغ په نېغه سرپرستي يې هند كوي۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د نهې په ورځ د جاري بيان له مخې په يو داسې وخت كښې سيمه ايز امن او استحكام لپاره نړيوالې هڅې كېږي د هند وزيراعظم وېنا د ناسمه معلومات٬ سياسي موقع پرستۍ او د نړيوال قانون بيخي بې توقيرۍ كښې پېئل شوې د خطرناكې اضافې نمائندګي كوي۔ وياند ووئيل دا بيان جارحيت له د جواز وړاندې كولو د ګمراه كوٶنكو داستانونو جوړولو د رجحان هم عكاسي كوي۔ وياند ووئيل پاكستان د اوسنۍ جنګ بندۍ٬ مفاهمت او د تاٶ تريخوالي كمولو او سيمه ايز استحكام لپاره د ضروري اقدامات عزم لري٬ دا جنګ بندي د يو شمېر دوست هېوادونو د سهولت په نتيجه كښې شوې چا چې د تاٶ تريخوالي د كمي پېغام سره مونږ سره رابطه كړې وه ۔ ده ووئيل په مايوسۍ او بدحواسۍ كښې دا وېنا كول چې د جنګ بندۍ خواهش پاكستان كړے بيخي دروغ دي۔ وياند ووئيل پهلګام پېښه د پاکستان بدنامولو، د پوځي بريد جواز وړاندې كولو٫ د هېواد سياسي مقاصد ترسره كولو، زيات شوي فرقه ايز تاٶ تريخوالي څخه پام اخوا كولو٬ د هند په غېر قانوني تسلط لاندې جمو و كشمير كښې د بشري حقونو څخه سرغړونې او هرې خوا د جوړې كړې دھمكې آميز بيانيې ته د ودې وركولو لپاره د مصدقه شواهدو نه غېر ګټه پورته كول دي ۔ ده ووئيل هند د ترهګرۍ په ناسمه بهانه د بې ګناه پاكستانو وګرو په ضد غېر قانوني او د بې دليله هندي جارحيت نه وروستو او د پاكستان د تحمل باوجود قصداً د پاكستان پوځي اډې په نخښه كولو صورتحال لا زيات كړے كوم څخه چې د بې قابو كېدونكې صورتحال خطر دے ۔ وياند زياته كړه چې هندي اقدامات د جارحيت يو خطرناك مثال قائم كړے او ټوله منطقه ئي تباهۍ ته رسولې٬ دا د يو ترميم پسند اداکار د ذهنيت عکاسي كوي څوك چې د نتيجو پروا كولو نه غېر په سوئيلي آسياء كښې ستراتېژك عدم استحكام په ځاے ساتل غواړي۔ ده ووئيل هند د بې ګناه وګړو پشمول په لويه شمېره د مېرمنو او كوچنيانو د ناحق خون او قتل جواز جوړوي او دا په ډېر غېر ذمه واره طريقه منطقې لپاره د “نوي معمول” په توګه وړاندې كوي۔ د خارجه دفتر وياند ووئيل پاكستان دا ادعا بېخي مسترك كوي، “معمول” دا دے چې چا ته به د ملګرو ملتونو د منشور د اصولو او مقاصدو د چېلنج كولو اجازه ورنه كړې شي لكه څنګه چې پاكستان د خپلواكۍ او سيمه ايز سالميت سره سره د خپل اولس د سلامتيا دفاع په بشپړه طريقه كړې۔ ده ووئيل هند دي كومه غلطي نه كوي مونږ په راتلونكي كښې د هند په اقدامات او رويه كره نظر ساتو او مونږ به نړيوالې ورورولۍ څخه هم د داسې كولو اپيل كوٶ۔ وياند ووئيل د هندي يرغل په ځواب كښې د پاكستان لخوا د خپلې دفاع حق سره په همكارۍ ځوابي كاروائي شوې او پوځي تنصيبات په نخښه كړې شوي۔ ده ووئيل پاكستان د هندي پوځي صلاحيت او هدفونو په ضد خپل طاقت ثابت كړے٬ اوس دا يو ناقابل ترديد حقيت دے د كوم نه چې په ناسمه معلومات او پروپېګنډې انكار نشي كېدے۔ ده ووئيل د هند د غېر قانوني او يو اړخيزه اقدامات عكاسي د هند لخوا د سندھ طاس تړون تقدس نظر انداز كولو څخه كېږي كومې چې د څو لسيزو راهسې د مشتركه آبي وسائل نظام چلولے۔ ده ووئيل د دې لوظنامې له مخې به پاكستان د خپلو حقونو تحفظ لپاره ټول ضروري اقدامات كوي۔ وياند ووئيل پاکستان تل د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو او د کشميري اولس د هيلو له مخې د دې كشالې د سوله ايز حل ملاتر كړے، په دې لړ كښې مونږ د صدر ټرمپ هلو ځلو لپاره د خپل ملاتړ پخلے كوٶ چې مقصد ئې د دې شخړې هوارے دے او كومه چې په سوئيلي آسياء كښې د عدم استحكام سبب ده۔ وياند ووئيل په موجوده دور كښې هم امن اصل طاقت دے ٬ د نړۍ خدمت عسکريت پسندۍ او په لوي حېثيت نه كېږي بلكې په بالغ قيادت، سيمه ايزې مرستې او د نړيوالو اصولو په احترام كېږي ۔ په بيان كښې زياته كړې شوه چې پاكستان يو خپلواكه هېواد دے چې پكښې ريزيلينټ ادارې، عزم لرونكې ابادي او امن او سلامتيا په ځاے ساتلو لپاره په نړيواله كچه تسليم شوے كردار دے ، امن لپاره زمونږ عزم دې كله هم كمزوري ونه ګڼلې شي، بيا لپاره به ده غسې جارحيت په بشپړ عزم سره مقابله كولې شي۔۔

مزید خبریں