
اسلام آباد 13مئي(اے پي پي) نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار د نهې په ورځ د ضروري څيزونو په اړه د اعلٰی كچ غونډه مشري وكړه۔نائب وزيراعظم آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې د فوډ سكيورټي وزير٬د وزيراعظم خاص مرستيال٬اړوند سيكرټريز او د اړوندو محكمو سينئر چارواكو او د نجي څانګې استازو ګډون وكړو۔نائب وزيراعظم او خارجه وزير اړوند سټيك هولډرز ته د خوراك څښاك ضروري څيزونو رسنې او شتون باوري كولو لپاره ټول ضروري اقدامات د كولو هدايت وكړو۔ده د صارفين تحفظ او پائيدار اقتصادي پرمختګ مخ په وړاندې بوتللو لپاره ماركيټ كښې د ضروري څيزونو رسنه او استحكام باوري كولو له د حكومت په عزم زور راوړو۔