وفاقي وزير عبدالعليم خان سره د ترکيه سفير ډاکټر عرفان نذير اوغلو وليدل

اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) د مواصلاتو وفاقي وزير عبدالعليم خان سره په پاکستان كښې د ترکيه سفير ډاکټر عرفان نذير اوغلو ليدلي او وفاقي وزير ته يې د هند په ضد د پاكستان په لويه كاميابۍ مباركي وركړې۔ وفاقي وزير عبدالعليم خان د ترکيه لخوا د پاكستان په ملاتړ مننه كولو سره ووئيل دواړه هېوادونه يو بل سره تل د ورورولۍ او خير سګالۍ جذبات لري۔ دا خبره د مواصلات وزارت لخوا په جاري بيان كښې شوې ده ۔