ماسکو 13 مئي (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د روسيه فيډريشن د فيډريشن کونسل چيئرپرسن ويلنټينا ماټويينکو سره ليدلي دي ۔ په ملاقات كښې دوه اړخيزه شريكو اړيكو ته ودې وركولو٬ پارلماني سفارتكارۍ ته پراختيا وركولو، امن، تجارت او سيمه ايز استحکام، معيشت او سرمايه کارۍ ته د ودې وركولو د عزم پخلے وشو۔ د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني په زړه پوورې مېلمستيا …
د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د روسيه فيډريشن د فېډرېشن کونسل چيئرپرسن ويلنټينا ماټويينکو سره وليدل

مزید خبریں
ماسکو 13 مئي (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د روسيه فيډريشن د فيډريشن کونسل چيئرپرسن ويلنټينا ماټويينکو سره ليدلي دي ۔ په ملاقات كښې دوه اړخيزه شريكو اړيكو ته ودې وركولو٬ پارلماني سفارتكارۍ ته پراختيا وركولو، امن، تجارت او سيمه ايز استحکام، معيشت او سرمايه کارۍ ته د ودې وركولو د عزم پخلے وشو۔ د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني په زړه پوورې مېلمستيا د روسيه د قيادت مننه كولو سره د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكو ته لا ودې وركولو لپاره د عزم پخلے وكړو۔ ده ووئيل نن د دواړو هېوادونو اړيكې او شريكه مرسته په مثبت سمت روانه ده كومه چې نه يوازې شريكې سوكالۍ بلكې يو محفوظ او مستحكمې منطقې لپاره هم ضروري ده۔ ده زور راوړو چې دا ډول د لوړې كچې تبادلې پارلماني سفارتكارۍ ته ودې وركولو لپاره مرستيالې ګرځېدې شي او د شريكو سمجهوتو او مرستې بنياد قوي كوي۔ د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د روسيه فيډريشن د چيئرپرسن او د روسيه قيادت له په بريا په 80مه سالګره مباركي هم وركړه۔ په ملاقات كښې دواړو مشرانو د پارلماني تبادلو، سيمه ايزې سلامتيا، د توان په څانګه كښې مرستې، او د اولسي روابطو د ودې پشمول په بېلا بېلو چارو تفصيلي خبرې وكړې۔










