مودي نه يوازې نړيوالې ميډيا ته دروغ وئيلي بلكې بيا بيا خپل اولس ته هم دروغ وائي ۔ وفاقي پارلماني سيکرټري زيب جعفر

اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) دفاع لپاره وفاقي پارلماني سيکرټري زېب جعفر وئيلي دي مودي له پاكستان ماتې وركړې٬ بايد د دروغو شا ته د پټېدو په ځاے هغه خپله ماتې تسليم كړي٬ د نهې په ورځ د پارلمان نه بهر ميډيا سره په خبرو كښې زېب جعفر ووئيل د پاکستان د فضائي حدودو په خلاف ورزۍ هند ته په دوېم ځل ماتې وركړې شوې٬ د جرات٬ ايمان او شهادت جذبه هغوي نه لري٬ هم دا زمونږ د بريا بنياد دے۔ دې د هند ميډيا ته ووئيل كله خو رښتيا اووائۍ٬ ستاسو په دروغو نړيوالې ميډيا او نړيوالې ورورولۍ ټاپې وهلې دي۔ دې ووئيل د پاكستان مېړني ځواكونو د هند جنګي الوتكې راغوځولې دي ٬ د اربونو روپو دفاعي ساز و سامان شنډ كړے شوے۔ دې ووئيل د پاكستان اولس وسله والو ځواكونو ته په دې تاريخي بريا مباركي وركوي، پاكستان هر وخت دښمن ته د كره ځواب وركولو لپاره چمتو دے۔