په ايم ټو او ايم نائن د ازغن تارد رغونې کار به په 6 مياشتو كښې مکمل کړے شي، د مواصلات پارليماني سيکرټري

اسلام آباد۔13مئي (اے پي پي) مواصلات پارليماني سيکرټري ګل اصغر وئېلې دي په ايم ټو او ايم نائن د ازغن تار د مرمت کار به په 6 مياشتوكښې مکمل كړے شي۔ د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې آسيه ناز تنولي په موټر ويز او قامي سترو لارود ازغن تارناوړه حالت پلو د پام ګرځولو نوټس پهځواب كښې پارليماني سيکرټري ګل اصغر خان ووئېل په دې حقله د اعليٰ كچ يوه غونډه شوې، د فينسنګ حالت ښه نه ؤ۔ په ايم ون فينسنګ سل فيصده مکمل کړے شو۔ ۔د آسيه ناز تنولي د پوښتنې په ځواب ده ووئېل په دې لړ كښې چې كوم رقم مختص کړے شوےهغه پورا دے۔ په ايم ټو او ايم نائن به د فينسنګپاتي كار په 6 مياشتوكښې مکمل كړے شي۔