د پاكستان ځواكونو مېړنو افسرانو او ځوانانو د هېواد د دفاع لوظ تر سره كړو٬ قام پخپلو شهيدانو او د هغوي په كورنيو وياړ لري۔وزيراعظم شهباز شريف

اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د “معرکه حق” شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د پاكستان ځواكونو مېړنو افسرانو او ځوانانو د مورني هېواد د دفاع كولو لوظ تر سره كړو٬ قام د پخپلو شهيدانو او د هغوي په كورنيو وياړ لري۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم ووئيل قام به د خپلو مېړنو زامنو قربانۍ كله هم هېرې نه كړي۔ وزيراعظم د مورني هېواد تحفظ په مهال د پاك فضائيه 5 او د پاك پوځ 6 چارواكو او ځوانانو ته په شهادت پېرزوئنې وړاندې كړې۔ وزيراعظم ووئيل مونږ نه يوازې د هېواد بشپړه دفاع كړې بلكې د پاكستان سالميت او خپلواكي مو زيان رسېدو له نه ده وركړې۔ وزيراعظم ووئيل زما پشمول ټول قام د خپلو شهيدانو او د هغوي په كورنيو وياړېږي ۔ وزيراعظم د هندي جارحيت په نيتجه كښې د 15 كوچنيانو او د 7 مېرمنو پشمول د 40 بې ګناه وګړو په شهادت د غم دړد څرګندونه كولو سره ووئيل مونږ به د خپلو شهيدانو قربانۍ نه هېروٶ او د دوي كورنۍ به هم تنها نه پرېږدو۔ وزيراعظم ووئيل د شهيدانو پيکيج اعلان كړے شوے او د شهيدانو د كورنيو د پالنې ذمه واري به د رياست وي۔ وزيراعظم د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا كولو سره د غمژَنو كورنيو له د زغم دعا هم وكړه۔ ده ووئيل په آپريشن “بنيان مرصوص” هند ته بشپړ ځواب وركړے شوے او په ھند واضحه كړې شوې چې په دې منطقه كښې به د نورو هېوادونو د سالميت او خپلواكۍ احترام كول وي٬ په “معرکه حق” كښې پاك پوځ د هند عددي برتري او كبر خاورې كړے دے۔ وزيراعظم د معرکه حق د ژوبل شوو زر روغتيا لپاه دعا وكړه۔ ده ووئيل مونږ يو سولئيز قام يو خو د هر ډول بريد په ځواب وركولو پوهېږو او آپريشن “بنيان مرصوص” د دې واضحه ثبوت دے۔