لاهور 12مئي (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئېلي دي شهيدان د قام رېښتوني اتلان دي٬د هند په ضد كاميابي د هغه شهيدانو په وينه ترلاسه شوې٬زمونږ پوځ دښمن ته داسې سبق زده ښودلے چې اوس به هغوي د پاكستان پلو په كږه سترګه د كتلو جرات نشي كولے٬د شهيدانو قربانۍ به بې ځايه نه ځي٬حكومت د شهيدانو كورنۍ ځانله نه پرېږدي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د …
شهيدان د قام رېښتوني اتلان دي٬دښمن پاكستان پلو په كږه سترګه د كتلو جرات نشي كولے ۔محسن نقوي

مزید خبریں
لاهور 12مئي (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئېلي دي شهيدان د قام رېښتوني اتلان دي٬د هند په ضد كاميابي د هغه شهيدانو په وينه ترلاسه شوې٬زمونږ پوځ دښمن ته داسې سبق زده ښودلے چې اوس به هغوي د پاكستان پلو په كږه سترګه د كتلو جرات نشي كولے٬د شهيدانو قربانۍ به بې ځايه نه ځي٬حكومت د شهيدانو كورنۍ ځانله نه پرېږدي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ ډرون بريد كښې د شهيد شوي علي حېدر استوګنې سره نزدې چونګي امر سدهو ميډيا سره غېر رسمي خبرو كښې كړې۔په دې موقع د لاهور سي سي پي او بلال كميانه او نور هم موجود وو۔د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل ټول قام د پاك پوځ سره په ولاړه دښمن ته ځواب وركړے٬هند به اوس د ايډونچر كولو څخه وړاندې سل ځله سوچ كوي۔ده ووئيل مونږ ته د هند څخه كاميابي زمونږ د شهيدانو په وينه ترلاسه شوې٬د دې شهيدانو قربانۍ به ضائع نه ځي۔د دې څخه وړاندې داخله وزير د علي حېدر شهيد پلار محمد اسلم او مور شميم بي بي سره غمرازي وكړه او د شهيد لوړو درجو او بخښنې لپاره يې فاتحه خواني وكړه۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د شهيد علي حېدر والدين له دلاسه وركړه او وې وئېل حكومت به د شهيدانو كورنۍ ځانله نه پرېږدي٬مونږ به د شهيدانو كورنيو سره ولاړ يو۔ستاسو يواځنۍ سهارا ختمه شوه٬لويې څښتن دې تاسو له صبر دركړي۔حكومت به ستاسو د كورنۍ مرسته كوي۔د يادونې وړ ده شهيد علي حېدر د 8 خوېندو يو ورور و او د یپنډي كركټ سټيډيم نه بهر د برګر كاروبار كولو كوم چې په تېرو ورځو كښې پېنډۍ سټېډيم كښې د هند لخوا ډرون بريد كښې شهيد شوے دے










