
ماسکو 12 مئي (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د روسيه خپلې دورې په مهال د انانيمس سولجر يادګار ته تللے او هغوي ته يې پېرزوئنې وړاندې كړې دي ۔ د سينيټ سيکرټريټ لخوا د جاري بيان له مخې ده د دغه عسكرو د قربانيو ستائنه وكړه چا چې د روسيه په دفاع كښې د خپلو ځانونو قربانۍ وركړي۔ ده د روايت له مخې په خاموشۍ اختيارولو د عسكرو په ياد كښې د احترام څرګندونه هم وكړه۔ د سينيټ چيئرمېن دغې عمل ته په روسيه كښې درنه سترګه كتلے كېږي كوم چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوستۍ اړيكو د پراختيا ثبوت دے۔۔