نائب وزيراعظم سينيټر اسحاق ډار ته د برتانيه خارجه وزير ډيوډ ليمي ټيلي فون

اسلام آباد 12 مئي (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار ته د برتانيه خارجه وزير ډيوډ ليمي د ګل په ورځ ټېليفون كړے۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې دواړو مشرانو د منطقې په تازه ترين صورتحال د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔ خارجه وزير ډيوډ ليمي سيمه ايز امن لپاره د پاكستان د هلو ځلو ستائنه وكړه٬ دواړو ډلو د شريكې خوښې په څانګو كښې نزدې اړيكې برقرار ساتلو ته اتفاق وكړو۔