د هندي بريد په مړانه د مقابله كونكې شهيد حوالدار محمد نويد د جنازې مونځ ادا كړے شو٬ داخله وزير محسن نقوي، د پنجاب آئي جي پشمول د اعلٰي پوځي او سول چارواكو ګډون

لاهور 12 مئي (اے پي پي) د هندي بريد په مړانه د مقابله كونكې شهيد حوالدار محمد نويد د جنازې مونځ ادا كړے شوے چې پكښې د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ګډون وكړو ٬ په دې موقع د پاك پوځ يوې چټك ډلې شهيد ته سلامي وړاندې كړه ۔ داخله وزير محسن نقوي شهيد حوالدار محمد نويد ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره د شهيد لوړو درجو لپاره فاتحه …

لاهور 12 مئي (اے پي پي) د هندي بريد په مړانه د مقابله كونكې شهيد حوالدار محمد نويد د جنازې مونځ ادا كړے شوے چې پكښې د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ګډون وكړو ٬ په دې موقع د پاك پوځ يوې چټك ډلې شهيد ته سلامي وړاندې كړه ۔ داخله وزير محسن نقوي شهيد حوالدار محمد نويد ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره د شهيد لوړو درجو لپاره فاتحه خواني وكړه او د شهيد كورنۍ سره يې د يوالي څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل شهيد حوالدار محمد نويد د يو بزدل دښمن په بهادرۍ مقابله كولو سره د شهادت لوړه درجه ترلاسه كړې٬ په دې مړانه او شهادت قام شهيد محمد نويد ته سلام كوي۔ د جنازې په مونځ كښې د شهيد حوالدار محمد نويد خپلو خپلوانو، د پنجاب پوليس انسپکټر جنرل ډاکټر عثمان انور، سول او عسکري چارواكو ګډون وكړو

مزید خبریں