پاکستان نه،هند د جنګ بندۍ خواهش لرلے، د هند پائېلوټ زمونږ سره نشته،كله چې څوك هم زمونږ د خپلواكۍ يا پولو خلاف ورزي کوي،زمونږ غبرګون به د پريكړې وړ وي،دې شخړې يو ځل بيا د كشمير مسئله فليش پوائنټ كړې ۔ د آئي اېس پي آر ډي جي

پينډۍ 12 مئي (اے پي پي) د پاکستان وسله والو ځواكونو وياند ليفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري وئيلي دي د هند په بريد د پاکستان د وسله والو ځواكونو په آپريشن بنيان مرصوص كښې په بريا د لويې څښتن شكر ادا كوو، پاکستان نه، هند د جنګ بندۍ خواهش لرلے،د پاکستان وسله وال ځواكونه داسې ډير جديد جنګي صلاحيتونه لري،چې پكښې د ځيني استعمال په محدود سطح شوے،ځيني صلاحيتونه سباؤن لپاره محفوظ ساتلے شوي ،بايد څوك هم شك ونه لري چې كله چې هم زمونږ د پولو يا د خپلواكۍ خلاف ورزي وشوه نو زمونږ غبرګون به كوټلے او د پريكړې وړ وي،دې شخړې سره يو ځل بيا د كشمير مسئله فليش پوائنټ شوې كومه چې بايد د كشميريانو د هيلو له مخې حل كړې شي،د پاكستان وسله وال ځواكونه د هېواد په ضد استعمال شوي د هند 26 مهم ملټري ټارګټس په نخښه كړي، دښمن چې څومره د مرګ څخه يريږي د هغې نه زيات زمونږ ځوانان د شهادت سره مينه لري، پاك فضائيه بوجھ او آدم پوره كښې اېس 400 ايئر ډيفنس سسټم ، اړي كښې فيلډ سپلائي ډيپو، پونجھ كښې ريډار سسټم په شان لاجسټك او د سپورټ مرکزونه هم په نخښه كړي، کے جي ټاپ، نشهره كښې موجود 10 بريګيډ او د 80 بريګيډ کمانډ تنصيبات هم تباه کړے شوي،دا هغه تنصياب دي چرته څخه چې په بلااشتعال ډزو كولو بے ګناه وګړي په نخښه شوي، زمونږ سره د هند كوم پائېلوټ نشته،دا فيك خبر دے۔ده تيره شپه د پاك فضائيه او پاك بحريه سينئر افسرانو سره آئي اېس پي آر كښې قامي او نړيوالي ميډيا ته بريفنګ وركولو۔د آئي اېس پي آر ډي جي ليفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري ووئيل زه تاسو له د ’آپریشن بنیان مرصوص‘ په اړه مهم بريفنګ دركوم۔په 7 مئی د شپې د هندي جارحيت په نتيجه كښې د ميرمنو او ماشومانو پشمول ګڼ شمير كسان شهيدان شوي،زمونږ زړه او همدردۍ د شهيدانو د كورنيو سره دي۔ده ووئيل د هندي جارحيت په نتيجه كښې آپریشن بنیان مرصوص پېل شو او د پاكستان وسله والو ځواكونو د قام سره كړے لوظ پوره كړے٬ په دې د لويې څښتن شكر كوو۔د پاك پوځ وياند ووئيل د هېواد په دفاع كښې د خپلو ځانونو قرباني وركوونكو شهيدانو ته پيرزوئنې وړاندې كوو، د پاکستان پوځ د خپل غيور او بهادر اولس مننه كوي،ده ووئيل د پاكستان وسله والو ځواكونو دښمن له په زړه پوري ځواب وركړے،د پاکستان په ضد استعمال شوې د هند 26 ملټری ټارګټس په نخښه كړې شوي، په کنټرول لائن هغه پوځي تنصیبات په نخښه كړې شوي د كومو څخه چې په كشمير كښې بے ګناه وګړي په نخښه كړې شوي،د لويې څښتن شكر كوو چې مونږ له ئې ګټه راكړه۔ده ووئيل هند د ډرونز د لارې د پاكستان د فضائی حدود خلاف ورزی کړې، پاکستان ټول بريدونه په پوهه او مهارت سره كړي دغسې چې شهري آبادی په نخښه نه شي، په دوه ځايونو د هند اېس 400 بیټری سسټم کامیابۍ سره په نخښه كړ شوي۔ د آئي اېس پي آر ډي جي ووئيل مونږ د فرق نه غير د ټولو سياسي ګوندونو مننه كوو څوك چې د سياسي اختلافات نه ځانله د هېواد دفاع لپاره په يووالي د پاك پوځ سره ولاړ وو،وسله والو ځواكونو او په خاص توګه د پاکستان وزيراعظم او د هغه د کابينې د قائدانه صلاحيتونو او مړانې پريكړو هم مننه كوو،كومو چې هېواد په دې نازك موړ په سم پلو لارښوونه وكړه ۔ده قام د آپريشن بُنْيانٌ مَّرْصُوْص تفصيلات څخه خبرولو كښې ووئيل وسله والو ځواكونو دښمن له په زړه پوري ځواب وركړے، د نيټ ورك سينټر وار فيئر او ملټي ډومين آپريشنز بشپړ صلاحيت كارولے شوے۔ زمكيز ، فضا، سمندر او سائبر اسپيس كښې په بشپړه همغږۍ مهم اهداف تباه کړے شوي او د پاكستان په ضد استعمال شو د هند 26 مهم ملټري ټارګټس په نخښه كړې شوي،هغه تنصيبات كوم چې پاکستان كښې د ترهه ګرۍ ودي لپاره استعمال شوي وو ۔ده ووئيل په نخښه كړے شوي ځايونو كښې سورت ګړھ، سرسه، بوجھ، آدم پور، اونتي پوره، اودھم پور، ناليه، برنالا، بټھنډه، الواړا، سري نګر، جموں، مامون، امبالا او پټھان کورټ شامل وو ، بياس او نګروټا كښې موجودې د براهموس ميزائل ذخيرې كومي چې په پاکستانو وګړو بريدونو كښې استعمال شوې هغه تباه کړې شوي۔د آئي اېس پي آر ډي جي ووئيل د هند اېس 400 ايئر ډيفنس سسټم پاك فضائيه بوجھ او آدم پور كښې په نخښه كړي دغسې اړي كښې فيلډ سپلائي ډيپو او پونجھ كښې ريډار سسټم په شان لاجسټك او سپورټ مرکزونه هم په نخښه كرې شوي ، کے جي ټاپ، نشهره كښې موجود 10 بريګيډ او د 80 بريګيډ کمانډ تنصيبات هم تباه کړے شوي،دا هغه تنصياب دي چرته څخه چې بلااشتعال ډزو سره بے ګناه وګړي په نخښه كړې شوي۔ده ووئيل راجوړي او نوشيره كښې موجود ملټري انټيلي جنس يونټس او د هغوي فيلډ عناصر كوم چې پاکستان كښې په ترهه ګرۍ كښې ككړ وو او د پراکسيز مرسته يې كوله هغه هم ختم كړې شوي دغسې د لائن آف کنټرول بهر هغه ټول آرټلري، لاجيسټك او پوسټونه كوم چې آزاد کشمير كښې په وګړو ډزو كولې په هغې پرله پسې ځوابي کارروائي شوې،تر دې چې هلته سپين بيرغ پورته كړے شوے ؤ ۔ده ووئيل هند د ډرونز د لارې د پاکستان فضائي حدود خلاف ورزي کړې دغسې چې په اولس كښې يره ترهه پيدا شي،د هغې په رد عمل كښې د آپريشن بُنْيانٌ مَّرْصُوْص په مهال د پاکستان وسله والو د هند پايه تخت نوي ډيلي پشمول لويو ښارونو كښې او مقبوضه کشمير نه تر ګجرات پرله پسې پروازونه كړي٬ دغسې چې د پاکستان صلاحيت نه يواځې ښكاره شي بلکه دا وئيلي شي چې د دې ډرون ډومينز په موجوده وار فيئر كښې هيڅ ګټه نشته۔د پاك پوځ وياند ووئيل پاک پوځ بشپړ سائبر بريد هم كړے د كوم په نتيجه كښې چې هغه مهم مواصلاتي او انفراسټرکچرنظام مفلوج کړے شوي كوم چې د هند عسكرو استعمالول،ده ووئيل د دې اقدامات باوجود زه په ډاګه كول غواړم چې د هند پرله پسې اشتعال انګيزۍ په مقابل كښې د پاکستان ردعمل درست، متوازن او د محدود نوعيت ؤ، پاکستان مخصوص اهداف منتخب کړې دغسې چې عام وګړي ونه ځپلے شي۔ده ووئيل مونږ دا خبره په ډاګه كول غواړو چې كله هم په ختيزه پوله پاك پوځ په دفاع كښې بوښت ؤ نو خېبرپښتونخوا او بلوچستان كښې د هند په سرپرستۍ كښې تره هګرۍ كښې غير معمولي اضافه شوې،كومه چې د دې خبري ښكاره ثبوت دے چې هند په پاكستان كښې ترهه ګرۍ ته وده وركوي۔د آئي اېس پي آر ډي جي ووئيل كه تاسو ته ياد وي نو وسله والو ځواكونو درې لوظونه كړې وو، مونږ تاسو ته وئيل چې مونږ به د هند د جارحيت په زړه پوري ځواب وركوو،خو ځواب به زمونږ د خوښي په وخت ، ځاے او زمونږ د تګلاري ترمخه وي۔مونږ قام ته وئيلي وو چې كله هم مونږ هند په نخښه كړو نو ټولي نړۍ ته به معلومه شي او مونږ تاسو ته دا هم وئيلي وو چې څومره هم هغوي د مرګ څخه يريږي دومره زمونږ ځوانان د شهادت سره مينه لري۔د آئي اېس پي آر ډي جي د پاکستان بريدونه انټرنېشنل او د هند ميډيا کوريج کلپس هم وښودل ۔ ده ووئيل ټولي نړۍ وكتل او رپورټ ئې كړل،مونږ هم دا لوظ كړے ؤ او مونږ پوره كړو۔ده ووئيل د هند د دفاع وزارت نمائندګانو ويډيو کلپ ښودلے شوي چې پكښې هغوي د پاك پوځ د بريدونو تفصيلات بيانوي، مونږ وئيلي وو چې مونږ به عام وګړي نه په نخښه كوو،زمونږ مذهب، زمونږ كلتور او زمونږ د وسله والو ځواكونو پروفيشنل ازم د دې خبري اجازه نه وركوي چې وګړي په نخښه كړې شي۔ده ووئيل بيا تاسو وكتل چې چا په شا د تللو خبره كړې وه۔د آئي اېس پي آر ډي جي د يوې پوښتني په ځواب ووئيل زه په واضحه ډول وئيل غواړم چې زمونږ په تحويل كښې د هند كوم پائلټ نشته، دا په سوشل ميډيا چليدونكې خبرې او بېلو ذريعو څخه راغلي فيك نيوز يا ډنډوره ده۔ده ووئيل پاکستان چري هم د سيز فائر كوم خواست نه دے كړے، حقيقت دا دے چې په 7 مئي د شپې د هند د اړخه خواست شوے ؤ خو پاکستان واضحه ځواب وركړے چې په هغه صورت به خبرې كيږي كله چې مونږ ځواب وركړو،په 10 مئي زمونږ ځواب تاريخي ؤ چې پكښې كومه شهري آبادي نه ده په نخښه شوي،د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل حقيقت دا دے چې د پاكستان او هند پشان د دوه اتومي طاقتونو ترمينځه د جنګ كوم ګنجائش نشته ځكه چې دا د دواړو لپاره د تباهۍ مترادف دے٬دې لپاره پاكستان په دې شخړه كښې د ذمه وارۍ مظاهره كړې او دا خبره يې باوري كړی چې په لويديزه پوله تعينات پوځ كوم چې د ترهه ګرۍ مخ نيوے كوي په هغوي اثر پرې نه وځي٬د جنګ بندۍ په اړه د پوښتنې په ځواب ده ووئيل د پاكستان وسله وال ځواكونه په ايل او سي د جنګ بندۍ پاسداري كوي٬زمونږ د اړخه د جنګ بندۍ كومه خلاف ورزي نه كېږي ځكه چې مونږ يو پيشه ور پوځ لرو او د خپلو لوظنامو خيال ساتو۔ده ووئيل پاكستان كښې اولس په امن خوشحالۍ لمانځي٬خو كه كوم پوځي جارحيت وشو نو ځواب به ضرور وركوو ۔وائس ايډمرل رب نواز د آپريشن بُنْيانٌ مَّرْصُوْص په اړه د آپرېشنز تفصيلات بيانولو كښې ووئيل د لويې څښتن په فضل مونږ د خپل سمندري محاذ په دفاع كولو او دښمن لرې كولو كښې بريالې شوي يو۔ده ووئيل مونږ عمر له چمتو يو او زمونږ لپاره د امن نه جنګ ته راتلل كومه مهمه خبره نه ده۔په مقبوضه كشمير كښې د فالس فليګ آپرېشن نه پس په سمدستي توګه زمونږ بحريه په څو ساعته كښې چمتو شوې وه او مونږ په سمندري محاذ د كوم هم جارحيت بشپړه ځواب وركولو لپاره چمتو ولاړ يو۔مونږ د هند په ايئر كرافټ كيريئر آئياين ايس وكرانت هم نظر لرلو او د پاك فضائيه سره سره په رابطه كښې وو۔ده ووئيل د سمندر سره سره مونږ په فضاﺀ كښې هم د هند په هلو ځلو نظر لرلے ۔ډپټي چيف آف ايئر آپريشنز وائس ايئرمارشل اورنګزيب احمد د آپريشن بُنْيانٌ مَّرْصُوْص تفصيلات بيانولو كښې ووئيل د هند لخوا راتلونكې ډرونز او ايس يو ويز د وړاندې څخه تباه كړے شوي وو٬پاك فضائيه د هند مهم تنصيبات په نخښه كړي او بريد كونكې الوتكې يې رانسكورې كړې دي۔ده ووئيل پاك فضائيه ته په هند 0-6 سره بريا ترلاسه شوې٬هند د براهموس ميزائلو هم بريد كړے خو مونږ په تکنيکي توګه هغه ناكاره كړي او د خپل اهداف څخه مو د هغوي اړخ بدل كړے۔ده ووئيل هند د خپلو توغندو د لارې نه ايوازې افغانستان بلكې خپله سيمه امرتسر هم په نخښه كړې۔ ۔ايئر وائس مارشل اورنګزيب احمد ووئيل مونږ په فضاﺀ كښې رافيل الوتكو ته خاص اهميت وركولو او د دغې نه پس په زمكه ايس 400 سسټم ته هم پام كېدلو او دغه سسټم ادم پور كښې په احتياط سره په نخښه كړے شوے دے۔