ټول هېواد كښې د هندي جارحيت په ضد د پاك پوځ آپريشن ”بنيان مرصوص” په كاميابۍ د تشكر ورځ، د دعاګانو دستوري او لاريونه وشول

اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي) د وزيراعظم په اعلان وفاقي پايه تخت پشمول ټول هېواد كښې د هندي جارحيت په ضد د پاك پوځ آپريشن بنيان مرصوص په كاميابۍ د اتوار په ورځ د تشكر ورځ جوش و جذبے سره ولامانځلے شوه،بېلي دستوري او لاريونونه وشل چې پكښې د پاك پوځ بهادر افسرانو او ځوانانو ته سلام وړاندې شو او دغسې پھ جوماتونو كښې د شكرانے نوافل ادا كړې شول دې سره سره د هېوا دسلامتيا ، پرمختګ ، سوكالۍ او پاك پوځ کامرانو او د شهيدانو لوړو درجو لپاره د دعاګانو اهتمام شوې، اقليتي ورورولۍ هم د خپلي عقيدے له مخې خصوصي عبادات او دعاګانو اهتمام کړې۔ سياسي و سماجي شخصيات ، سوداګرو ٬ وكيلانو،زدكونكو ، مذهبي تنطيمونو او مزدور يونينز مشرانو او خواري كښو په دغه دستورو كښې ګډون كړې او د پاك پوځ سره ئې د يووالي څرګندونه كړي۔وفاقي پايه تخت اسلام آباد كښې د پاکستان مسلم ليګ (ن) مرکزي سيکرټريټ كښې يوه دستوره وشوه چې پكښې وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري ، نائب صدر انجم عقيل خان، او نورو مشرانو خطاب وكړو او د پاك پوځ کاميابي ئې د اسلامي نړۍ لپاره كاميابي وګرځوله۔ وفاقي پوليس د لاريون اهتمام كړې ؤ او پاك پوځ سره ئې د يووالي څرګندونه كړي۔ اسلام آباد نه علاوه ټول هېواد كښې په لويو كوچنو ښارونو كښې هم د دستورو اهتمام شوې۔ علمائے کرامو په جوماتونو كښې خصوصي دعاګانو هتمام کړې او د هېواد او قوم سلامتيا ٬ پرمخټګ او سوكالۍ له ئې دعاګاني غوښتلي،ځوانانو ٬ مشرانو كشرانو په دغه دستورو كښې ګډون كړې او د ترهه ګرۍ ختمولو او د هېواد دفاع لپاره ئې د خپلو ځانونو قرباني وركوكو ځوانانو او افسرانو ته پيرزوئنې وړاندې كړي او د شهيدانو لوړو درجو له ئې دعا كړي۔کراچۍ ، لاهور، پېښور ،کوئټه پشمول د هېواد په ټولو ښارونو كښې د پاكستان اولس په تاريخي ګټه بشپړه جشن لمانځلے او په ښه ډول ئې ”پاکستان زنده باد” غږونه پورته كړي۔