پاکستان ځواب وركولو سره د هند غرور مات كړې۔خواجه محمد آصف

اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف د هندي جارحيت په زړه پوري ځواب وركولو ټول قوم له مباركي وركړي ده۔د اتوار په ورځ په خپله يوه مركه كښې د دفاع وزير ووئيل د پاکستان سخت ردعمل سره د هند مايوسي شوي او د هغوي متکبرانه انداز په عاجزۍ كښې بدل شوي۔ خواجه محمد آصف ووئيل د پاکستان سخت ردعمل په رڼا كښې د هند پاليسي جوړونكي په خپلو پاليسيو بيا د سره جاج اخستلو مجبوره شوي۔ ممکنه مذاکراتو په پوښتنه ده ووئيل پاکستان سندھ طاس معاهده ، د كشمير په مسئله او ترهه ګرۍ درې مهمو خدشاتو ته پام لرنه كوي د كومو چې حل کولو او سيمه كښې امن باوري كولو ته اړتيا ده،دا مسئلې د پاكستان او هند ترمينځه پخوانۍ شخړي دي او د دې حل كولو له مهمو سفارتي هڅو ته اړټيا ده۔