د وزیراعظم شهباز شریف ایمل ولی خان او وفاقی وزیر عبدالعلیم خان سره ټیلی فوني تماس

اسلام آباد 10مئي (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د عوامی نېشنل ګوند صدر ایمل ولی خان او د استحکام پاکستان ګوند لارښود او وفاقی وزیر عبدالعلیم خان سره ټیلی فوني تماس نيولې او سيمي په موجودہ صورتحال ئې هغوي اعتماد كښې اخستي۔د خالي په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیراعظم د هند په جارحیت د پاکستان د اړخه آپریشن بنیان المرصوص په صورت كښې د ځوابي کارروائی په حمایت د ایمل ولی خان او عبدالعلیم خان مننه وكړه۔دواړو لارښودو اوسني تاؤ تربښوالي كښې د هېواد او قوم په مثالی قیادت کولو وزیراعظم ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔ایمل ولی خان او عبدالعلیم خان هند له په ځواب وركولو پاك پوځ پیشه وره پوهې او عزم ته سلام وكړو۔په دې موقع لارښودو وزیراعظم سره خبرو كښې ووئيل د هېواد دفاع لپاره ټول قوم د خپلو بهادر پوځ سره ولاړ دې۔