پاكستان او هند په فوري توګه په جنګ بندۍ اتفاق وكړو٬ نائب وزيراعظم اسحاق ډار ٬ د پوهې او زيات ذهانت په څرګندونه دواړو هيوادونو له مباركي وركوم: امريكائي صدر

اسلام آباد۔10مئی(اے پی پی) نائب وزیراعظم اسحاق ډار وئيلي دي چې پاكستان او هند په سمدستي توګه په جنګ بندۍ اتفاق كړے دے۔ د خالي په ورځ د سماجي رابطې په وېب سائټ خپل ټويټ كښې نائب وزيراعظم ووئيل پاكستان تل په منطقه كښې امن او سلامتيا له هڅې كړي دي۔ پاكستان د امن په هڅو كښې د خپلې خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا كله هم سودا نه ده كړې۔ په دې مهال امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ په اېكس خپل پوسټ كښې ووئيل د امريكا په ثالثۍ كښې اوږدو مذاكراتو څخه وروستو ما ته په دې اعلان كولو خوشحالي محسوسيږي چې هندوستان او پاكستان په بشپړ او فوري جنګ بندۍ اتفاق كړے دے۔ ده ووئيل د پوهې او زيات ذهانت په څرګندونه دواړو هيوادونو له مباركي وركوم او دې معاملې ته په پام ګرځولو مننه كوم۔