آپریشن بنیان مرصوص ، د پاكستان په هندي ويب سائټس كامياب سائبر بريدونه

اسلام آباد۔10مئی (اے پی پی)د آپرېشن بنیان المرصوص لاندې پاكستان په كامياب سائبر بريدونو كښې يو شمېر هندي وېب سائټس كاميابۍ سره په نخښه كړې دي۔ د امنيتي ذريعو له مخې د هند د حكمران ګوند بھارتیه جنتا پارټی( بی جے پی ) آفیشل وېب سائټ په دې بريدونو كښې يو مهم هدف ؤ۔ دغسې په په کرائم ریسرچ انوسټی ګېشن اېجنسۍ ، مهانګر ټیلی فون نګام لمېټډ (اېم ټی اېن اېل)، بھارت ارتھ موورز لمېټډ او د آل انډیا نیول ټیکنیکل سپروائزری سټاف اېسوسی اېشن په شمول په يو شمېر وېب سائټس كامياب بريدونه وكړې شول۔ دې څخه وروستو په دې وېب سائټس لويې شمېر ډېټا ختمه كړې شوه۔ دغسې د سائبر بريدونو په مهال د هندوستان اېروناټکس لمېټډ ، بارډر سکیورټی فورسز او یونیک آئیډینټی فکیشن اتھارټی آف انډیا (یو آئی ډی اے آئی) سره سره د نورو مهمو هندي ادارو وېب سائټس څخه هم حساس معلومات ترلاسه كړې شول۔ د امنيتي ذريعو وېنا ده چې دې سائبر بريدونو كښې د هندي فضائيې او مهاراشټر الېکشن کمېشن ډېټا بېس ته هم لاسرسي ترلاسه شوې وه۔ دې نه ځانله پاكستاني هېكرز په ګرد هند كښې 2500 څخه زياتې نګراني كوونكې كېمرې په خپل كنټرول كښې واخستې كوم چې د سائبر بريدونو د پراخا آپرېشن عكاسي كوي۔