په آپريشن “بُنْيَانٌ مَّرْصُوْص” كښې د پاكستان بشپړه ځوابي كارروايي ٬ د جنګ ميدان څخه تر سائبر سپيس هندوستان ته خله ماتې ځواب

پېنډۍ ۔10مئی(اے پی پی) د پاکستان د وسله والو ځواكونو لخوا د روان آپرېشن بُنْيَانٌ مَّرْصُوْص لاندې هند بشپړه ځوابي كارروايۍ سره مخ پاتے شو په كوم كښې چې روايتي محاذ څخه تر سائبر محاذ پاكستان په هر مېدان كښې دښمن ته سخت زيان رسولے دے۔ د امنيتي ذريعو له مخې د پاكستان سائبر اټېك ډلې بھارتی انفارمیشن نېټ ورک وجړقولو۔ د بی جے پی آفیشل وېب سائټ، کرائم ریسرچ …

پېنډۍ ۔10مئی(اے پی پی) د پاکستان د وسله والو ځواكونو لخوا د روان آپرېشن بُنْيَانٌ مَّرْصُوْص لاندې هند بشپړه ځوابي كارروايۍ سره مخ پاتے شو په كوم كښې چې روايتي محاذ څخه تر سائبر محاذ پاكستان په هر مېدان كښې دښمن ته سخت زيان رسولے دے۔ د امنيتي ذريعو له مخې د پاكستان سائبر اټېك ډلې بھارتی انفارمیشن نېټ ورک وجړقولو۔ د بی جے پی آفیشل وېب سائټ، کرائم ریسرچ انویسټیګیشن ایجنسی، ہندوستان ایروناټکس لمېټډ، بارډر سیکیورټی فورسز، آل انډیا نیول ټیکنیکل سټاف ایسوسی ایشن، او دیونیک آډنټیفکیشن اتھارټی په په درځنونو مهم وېب سائټس هېك كړې شول۔ پاکستانی سائبر پوهانو مهاراشټرا اسټېټ الېکټرسټی ټرانسمېشن کمپنی هېك كولو سره د ټولې سيمې بجلي قطع كړه۔ د ټولو کمرشل او كورنيو میټرو ډېټا ختمه كړېشوه۔ د بھارتی آسام رائفل، ډیپارټمنټ آف اټامک انرجی او انډین ډیفنس پروډکشن په څير د حساس ادارو ډېټا ليك كړې شوه او په ډارك وېب جاري كړې شوه۔ د هند د ترهګرۍ نه رد كېدونكي شواهد نړۍ ته وړاندې كړې شول۔ دې نه ځانله پاكستاني هېكرز په ګرد هند كښې 2500 څخه زياتې نګراني كوونكې كېمرې په خپل كنټرول كښې واخستې كوم چې د سائبر بريدونو د پراخا آپرېشن عكاسي كوي۔

مزید خبریں