اسلام آباد۔10مئی(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری سره وزيراعظم شهباز شريف په ايوان صدر كښې ملاقات وكړو٬ وزيراعظم صدر مملكت د هندي جارحيت او د پاكستان لخوا د آپرېشن "بنیان مرصوص" په صورت كښې هند ته وركړے شوي فعاله ځواب څخه خبر كړو۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار او …
صدر مملكت آصف علي زرداري سره د وزيراعظم شهباز شريف په ايوان صدر كښې ملاقات ٬ د وسله والو ځواكونو د غير معولي پيشه ورې پوهې او مړانې ستائنه

مزید خبریں
اسلام آباد۔10مئی(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری سره وزيراعظم شهباز شريف په ايوان صدر كښې ملاقات وكړو٬ وزيراعظم صدر مملكت د هندي جارحيت او د پاكستان لخوا د آپرېشن “بنیان مرصوص” په صورت كښې هند ته وركړے شوي فعاله ځواب څخه خبر كړو۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار او د قانون او انصاف وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ هم موجود ؤ۔ صدر مملکت د هندي بې درېغه جارحيت او توغنديزو بريدونو په ځواب وركولو د وسله والو ځواكونو د غېر معمولي پوهې او مړانې ستائنه وكړه۔ صدر مملکت ووئيل پاكستان د يو ذمه وار او امن پسند قام په حېث د هندي پاروونكو فعاليتونو په مقابه كښې د صبر او زغم څرګندونه وكړه خو افسوس په دې خبره چې د هندي جارجيت د لاسه پاكستان سره د خپلواكۍ دفاع او د خپلو وګړو تحفظ لپاره د پرېكنده ځواب نه سوا هېڅ بله لاره پاتې نه شوه۔ صدر مملكت ووئيل ټول قام يو موټے دے ٬ د هندي جارجيت په مقابله كښې د خپلو وسله والو ځواكونو بشپړ ملاتړ كوي۔ صدر مملكت ووئيل پاكستان به د خپلې خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا په هر قيمت دفاع كوي۔










