
اسلام آباد۔10مئی (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي چې هند جارحيت پېل كړے دے ٬ پاكستان يوازې په خپله دفاع كښې ځوابي كارروائي كړې ده٬ هند له به پخپله وروستو كېدل وي٬ هند زمونږ شهري آبادي په نخښه كړه او مونږ د اخلاقياتو او ذمه وارۍ څرګندونه كولو سره د هند په شهري آبادۍ بريدونه نه دي كړې ٬ يوازې عسكري تنصيباتو مو په نخښه كړل۔ د خالي په ورځ ي بي سي سره خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل پاكستان نه خو جارح دے او نه پارونكے ٬ پاكستان يو امن خوښوونكے هېواد دے ٬ هند د شپې په تياره كښې د پاكستان په شهري آبادۍ بريد وكړو چې په نتيجه كښې يۍ كوچنيان ٬ مېرمنې او بې ګناه كسان شهيدان كړې شول كومو چې كومې شخړې سره هېڅ تعلق نه لرلو۔ د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل تېره شپه هند زمونږ ځينو عسكري تنصيباتو ته نزدې كارروائي وكړه۔ پاكستان د ملګرو ملتونو د چارټر آرټيكل 51 لاندې د خپلې دفاع حق كارولو سره ځوابي كارروائي وكړه۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل پاكستان د يو ذمه وار رياست څرګندونه كولو سره د هند شهري آبادي په نخښه نه كړه۔ مونږ يوازې د هند عسكري تنصيبات ٬ عسكري سامان ٬ رېډارز او پوځي اډې په نخښه كړېې ولې چې دا زمونږ د جنګي اخلاقيات برخه ده۔ مونږ په جنګ كښې هم د اصولو رعايت كوو۔ د هند لخوا د دے تور چې پاكستان 400 ډرونز بېلو هندي ښارونو٬ مذهبي ځايونو او شهري سيمو ته ولېږل ٬ سختۍ سره ترديد كولو سره وفاقي وزير ووئيل دا بې بنسټه ادعاګانې دي چې مقصد يۍ اصل صورتحال څخه پام بل پلو ګرځول دي۔ ده ووئيل تېره شپه ځينې رپورټ ترلاسه شول چې د هند لخوا ځينې توغندي په امرتسر توغولې شوي دي چرته چې سكھ كميونټي پاتې كيږي۔ ده ووئيل سكهھ ورورولي مونږ ته زياته نزدې ده۔ پاكستان كښې دوئي مقدس ځايونه لري د كومو چې مونږ تحفظ كوو۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل پهلګام سيمه لائن آف كنټرول څخه نزدې 200 كلوميټره لرې ده او وزيراعظم شهباز شريف پخپله وئيلي چې مونږ د دې پېښې بې پرې او سپېځلې پلټنو كښی مرسته كولو له چمتؤ يوو۔ ده ووئيل د پهلګام پېښې ذمه واري كوم هم تنظيم قبوله كړې نه ده او نه هند په دې اړه كوم شواهد وړاندې كړې دي۔ د دې پېښې پاكستان سره د تړلو هېڅ ثبوت نشته۔ ده ووئيل كله چې په مقبوضه كشمير كښې 7 لكه هندي پوځ موجود دے نو دا بريد څنګه كېدې شي۔ دا خو بيا د هند د انټېلې جنس ناكامي ده۔ ده ووئيل مونږ د پلټنيو پېشكش وكړو او هند دا پېښه جواز جوړولو سره په پاكستان بريد وكړو۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل په موجوده صورتحال كښې پاكستان د زيات تحمل او زغم څرګندونه وكړه۔ مونږ تر څلور ورځو صبر وكړو او هند زمونږ په شهري آبادۍ بريدونه روان وساتل٬ مونږ يوازې د خپلې دفاع حق كارولې له دې كبله هند له به وروستو كېدل وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل پاکستان امریکا، چین، سعودی عربستان او نورو هېوادونو سره سفارتي رابطې وكړې ٬ امريكائي خارجه وزير ماركو روبيو د پاكستان نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار او د پاك پوځ سرلښكر سره خبرې وكړې ٬ د سعودي خارجه وزير هم د پاكستان په دوره موجود ؤ۔ وفاقی وزیر ووئيل هند هېڅ قسمه نېغ په نېغه رابطه نه ده كړې كه كوم پېشرفت اوشو نو د پاك پوځ وياند به ډېر زر په دې اړ خبر كړے شي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل نن زمونږ ځواكونو په لائن آف كنټرول دفاعي پوزيشن كښې دي او څو ورځو څخه الرټ دي ولې چې هند پرله پسې بريدونه كوي ۔ ده ووئيل مونږ چې كوم اقدام كړے هغه مو خپله دفاع كښې كړے دے۔