پیښور ۔24 اپرېل (اے پي پي) لكي مروت كښې د پوليس موبائل سره نزدې د چاودنې په نتيجه كښې 3 اهلكار ژوبل شول۔ د پوليس تر مخه دره پېزو كښې په پوليس موبائل آئي اي ډي چاودنه وشوه چې پكښې 3 اهلكار ژوبل شول كوم چې روغتون ته منتقل كړے شول۔ د چاودنې نه پس پوليس سيمه ولقه كښې واغسته او د تورنو لټون يې پېل كړو ۔ واضحه دې وي دوه ورځې وړاندې ترهه ګرو د پوليس اهلكار په كور د لاسي بم څخه بريد كړے ؤ چې په تنيجه كښې يې د كور يوه برخه كښناسته ۔ د دې نه وړاندې په لكي مروت كښې غزني خېل سيمه كښې د نامعلومه كسانو په ډزو د ايف سي يو اهلكار شهيد شوے ؤ۔