سبي٬ ډپټي كمشنر په بېلا بېلو سيمو كښې د پوليو مخ نيوي څاڅكي وركوونكو ډلو څارنه وكړه

سبي۔22 اپرېل(اے پي پي) ډپټي كمشنر سبي جهانزېب شيخ د پوليو مخ نيوي كمپائن كښې د بېلا بېلو يونين كونسلو دوره وكړه ۔ ډبټي كمشنر هلته د پوليو كاركنانو څارنه وكړه او ګوجنيانو له يې پخپله د پوليو مخ نيوي څاڅكې وركړل۔ په دې مهال د بخپله د پوليو وركرز د كار څارنه وكړه او جاج يې واغست۔ په دې مهال ډاكټر عمران خان او نور چارواكي هم د ده سره وو ۔خپلو خبرو كښې ده ووئېل مور او پلار دې خپل اولاد د ټول عمري معذورۍ نه ساتلو لپاره دوي ته د پوليو مخ نيوي څاڅكې ضرور وركړي او د ډلو سره دې مرسته وكړي۔ ده ووئېل پوليو يو خطرناك رنځ دے كوم چې بيخي وره كولو ته مونږ پام لرنه كوو۔