کوئټه ۔ 21 اپریل (اے پي پي ) د روغتيا صوبائي روغتيا وزیر بخت محمد کاكړ بلوچستان كښې د 7 ورځني د پولیو مخ نيوي كمپائن پرانسته وكړه ۔ د ګل په ورځ سر ښار کوئټه كښې د روغتيا وزير بخت محمد کاکړ د کوئټه بشمول ټول بلوچستان كښې د 7 ورځني د پوليو مخ نيوي كمپائن پرانسته وكړه ۔په دې مهال میډیا سره خبرو كښې ده ووئېل د نن نه 7 ورځنے د پوليو مخ نيوي كمپائن پېل شو،11 زره ډلې په ټول بلوچستان كښې به خدمات تر سره كوي ٬ دغسې په 7 ورځو كښې به 26 لاکهه كوچنيانو ته د پولیو مخ نيوي څاڅكې وركولې شي ۔ ده ووئېل پولیو يوازې په پاکستان او افغانستان كښې پاتې شوې ۔ نن هم زمونږ په ماحول كښې د پولیو وائرس موجود دي ، د پولیو خاتمې لپاره خپل کردار ادا کول غواړي ،د امنيت لپاره ټول انتظامات شوي دي ، ده ووئېل تېر كال په 74 كښې 27 کیسز په بلوچستان كښې رپورټ شوي ۔ ده ووئېل بلوچستان كښې د روټین ایمونائزیشن 37 څخه 38 فیصد ده ، پاتي صوبو كښې د روټین ایمونائزیشن 70 فیصد ده ۔