د وفاقي حكومت افغانستان سره د خبرو عمل خوشبين دے٬ بيرسټر ډاكټر سيف

پېښور۔ 19 اپرېل (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا د وزيراعلی د اطلاعاتو سلاكار بېرسټر ډاكټر سېف افغانستان سره د خبرو د عمل پېل خوشبين ګرځولو سره وئيلي دي چې د وفاق لخوا يو درست ګام پورته كړے شوے دے٬ ده ووئيل زمونږ له اپيل څخه وروستو وفاق افغانستان سره د خبرو عمل پېل كړو كوم چې خوشبين دے خو په دې عمل كښې خېبر پښتونخوا بايد هېر نه كړے شي۔ بېرسټر ډاكټر سیف ووئيل چې خېبر پښتونخوا د ترهګرۍ په ضد په فرنټ لائن پاتې شوې ده او تر ټولو زياته ځپلې شوې صوبه ده له دې كبله په دې مهم عمل كښې د خېبر پښتونخوا په شمول ټول اسټېك هولډرز شاملول ضروري دي۔ ده ووئيل خېبر پښتونخوا حكومت درې مياشتې وړاندې خبرو لپاره ټي او آرز لېږلې وو په كومو كښې چې د قبائلي مشرانو او نورو اړوندو ډلو هم ذكر شامل ؤ۔ زمونږ لېږلې شوې ټي او آرز د خبرو عمل لپاره مرستيال ثابتېدې شي۔ ده ووئيل په منطقه كښې تلپاتي امن لپاره افغانستان سره خبرې ضروري دي او په دې كښې ټولې اړوندې ډلې شاملول د وخت مهم ضرورت دے۔