کوئټه۔ 19 اپرېل (اے پی پی) د بلوچستان په دُكي ضلع كښې کاؤنټر ټېررزم ډیپارټمنټ (سی ټی ډی) د خفيه اطلاع په بنياد كارروائي كولو سره د ډزو په تبادله كښې 5 ترهګر وژلي دي۔ د سي ټي ډي وياند له مخې د كارروايۍ په مهال ترهګرو په اهلكارو ډزې وكړې۔ د اهلكارو لخوا بشپړه ځوابي كارروائي وكړې شوه۔ د نښتې په نتيجه كښې 5 ترهګر ووژل شول د كومو مړي چې د ضابطې كارروايۍ لپاره نزدې روغتون ته منتقل كړې شوي دي۔ له بلې خوا سي ټي ډي چارواكو د معاملې نورې پلټنې پېل كړې دي۔