په كوهستان كښی د زلزلې جړقونه ٬ ريسكيو 1122 عملې ته د الرټ پاتې كيدو هدايت

کوهستان اپر۔ 19 اپرېل (اے پی پی) په كوهستان اپر كښې د زلزلې سخت جړقونه محسوس شوي۔ له زلزلې څخه فوري وروستو په كوهستان اپر او پېوست سيمو كښې د رېسككيو 1122 عمله هائي الرټ كړې شوه٬ تر دې دمه كوم اېمرجنسي كال د رېسکیو 1122 کنټرول رومي ته ترلاسه شوے نه دے۔ د اپر كوهستان ډسټرکټ اېمرجنسی آفیسر میاں ظاهر د خالي په ورځ ميډيا سره خبرو كښې ووئيل د رېسکیو 1122 ټولې ډلې 24 ساعته د اولس خذمت يا په كومه بېړنۍ پېښه قابو موندلو له چمتؤ دي۔ وګړو ته خواست دے چې هغوي دې په 1122 هېلپ لائن د رابطې نه كېدو په صورت كښې په فون نمبر 0998407212 رابطه وكړي۔