صوبائي وزير په صنعتي ښار حب كښې ډ ډرائوينګ لائسنس برانچ په پرانسته د اولس زړونه وګټل

حب۔18 اپرېل (اے پي پي) د بلوچستان د كركېلې صوبائي وزير مير علي حسن زهري په صنعتي ښار حب كښې د ډرائيونګ لائسنس برانچ په پرانسته كولو د اولس زړونه وګټل۔ صوبائي وزير د پرانستې په مهال ووئېل اوس به خلقو ته د ډرائيونګ لائسنس لپاره د لرې تللو ضرورت نه وي۔ دد دې نه وړاندې به خلق ډېر لرې تهل ته د لائسنس تر لاسه كولو لپاره تلل۔ ده ووئېل هڅه به كوم چې هر ممكن اسانۍ اولس له وركړم او اولس چې كومې ذمه واري راكړې هغه تر سره كړم۔ د پرانستې په مهال ايس ايس پي حې سيد فاضل بخاري او ډپټي كمشنر نثار احمد لانګو هم ده سره وو۔