وزیراعلی د خیبرپختونخوا په غرئيزو سيمو كښې د كر كېلې ودې لپاره د پالیسۍ تشکیلولو سپارښتنه وكړه

پېښور ۔ 18 اپریل (اے پي پي) وزیراعلی علي امین خان ګنډا پور د خېبر پښتونخوا په غرئيزو سيمو كښې د كر كېلې ودې لپاره د مهم ګام اغستو سره چارواكو ته د پالیسۍ تشکیلولو سپارښتنه كړې ده ۔ په دې لړ كښې د وزیراعلیٰ سیکرټریټ د زراعت محكمې ته يوه مراسله او کانسپټ پیپر لېږلے دے ۔ د مراسلې تر مخه په 45 ورځو كښې دننه “ماؤنټین ایګریکلچر پالیسي خیبرپختونخوا” دې حتمي منظوری لپاره وړاندې كرې شي، کانسیپټ پیپر كښې د پالیسۍ جوړولو د تھیمیټک سيمو په ګوته كولو نه علاوہ د سفارشات او تګلارې وړاندې كولو هم وئېلې شوي ۔ مراسله كښې پالیسۍ فریم ورک كښې د غرئيزو سيمو د زمكې، خاورې، اوبو او هوا بشمول د نورو ماحولیاتي برخو ته د پام لرنې سپارښتنه شوې ۔ دغسې ویلیو چین ډویلپمنټ او تر مارکیټ رسنې ته هم د پام وئېلې شوي ، په لرو پرتو سيمو كښې د زرعي ټیکنالوجۍ ، ریسرچ او ایکسټنشن سروسز وده به د پالیسۍ برخه وي ۔ دغسې د غرئيزو سيمو معیشت كښې د مېرمنو کردار او کمیونټي موبیلائیزیشن ته به هم پام ګرځولې شي ،د صوبې په غرئيزو سيمو كښې د لائیو سټاک خاطر خواہ استعداد موجود دے، په دغه سيمو كښې پوټینشل لائیو سټاک او زرعي پیداوار ته د ادارہ جاتي پام كولو لپاره د واضحه پالیسۍ فریم ورك ضروري دے