حب۔16 اپرېل (اے پي پي) د حب ډپټي كمشنر نثار احمد لانګو د ډبليو ايچ او تر سېوري لاندې د پوليو وركرز د تربيتي سيشن څارنې لپاره دوره وكړه ۔ هغه د ډسټركټ سروېلنس افسر نه د تربيتي سېشن كښې شريكو پوليو وركرز د كاركردګۍ په اړه خبرتيا تر لاسه كړه۔هغه د پوليو خاتمې لپاره د كاميابو هلو ځلو لپاره د وركرز تربيه لازمي ګرځولو سره ووئېل د مائېكرو پلان جورولو لپاره د فيلډ وركرز تربيه لازمي ده۔ فيلډ وركرز له د پوليو وېلسېنېشن په مهال د تربيي ضروري پوهې ته پام لرنه پكار ده۔ دغسې ډپټي كمشنر ډسټركټ هيلته افسر ډاكټر نور بخش بزنجو او ډسټركټ اين سټاف آفيسر پوليو پروګرام ډاكټر نزير رونجه ته هم د پوليو مخ نيوي كمپائن په اړه احكامات جاري كړل۔