
کوئټه ۔ 15 اپرېل (اے پی پی) په مستونګ كښې چاؤدنې څخه وروستو په سول روغتون كوئټه او بولان ميډيكل كمپليكس روغتون كښې بېړنے حالت نافذ كړے شو۔ د بلوچستان حكومت وياند شاهد رند له مخې كوئټه څخه 50 كلوميټره لرې د مستونګ ضلعې په شمس آباد كښې پوليس ټرك ته نزدې د چاؤدنې پېښې څخه وروستو په بولان میډیکل کمپلېکس روغتون او سول روغتون كښې بېړنے حالت نافذ كړے شوے دے۔ له چاؤدنې وروستو ژوبل شوي كوئټه ته منتقل كولې شي۔ د بلوچستان حکومت وياند له مخې د بلوچستان وزير اعلی سرفراز بګټي ژوبل شوو لپاره د غوره طبي مرستې برابرولو او د روغتيا صوبائي وزير بخت كاكړ ته نېغ په نېغه په د دې د نګرانۍ كولو هدايت كړے دے۔ د وياند له مخې وزيراعلی وئيلي دي چې د ژوبل شوو په درملنو كښې به كوم كمې زغملې نه شي۔ د بلوچستان حكومت د پېښی سخته غندنه كوي او د شهيدانو كورنيو سره يو برابر ولاړ دے۔ په پېښه كښې ككړ عناصر د كوم هم رعايت حق نه لري