پوليس ته په يو كال كښې د 30 اربه نه د زياتو روپو سامان وركړے شوے۔ د وزيراعليٰ وياند

پېښور 15 اپرېل (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ وياند وئيلي دې صوبائي پوليس ته په يو كال كښې د 30 اربه نه د زياتو روپو سامان وركړے شوے۔ د پوليس صوبائي محكمې لپاره د حكومت لخوا په شوو اقداماتو د وزيراعليٰ خېبر پښتونخوا وياند فراز احمد مغل ووئيل وزيراعليٰ علي امين ګنډا پور امن لپاره پوليس ته يو شمېر وسائل وركړي٬ دغسې پوليس ته په يو كال كښې د 30 اربه نه د زياتو روپو سامان وركړے شوے چې پكښې څلور زره اېس اېم جيز هم شامل دي٬ د دې نه علاوه پېښور سېف سټي پروجيکټ د كار دائره تر ټانك، ميران شاه، لکي مروت او ډيره اسماعيل خان پراخه كړے شوې او په دې پراجېكټ هم د دوه اربه نه زياتې خرڅ كړې شوي ۔ ده ووئيل په پوليس كښې 3797 نوې بهرتۍ شوي چې پكښې ضم شوو ضلعو څخه 2423 بھرتۍ شاملې دي۔ ٬ ضم شوو ضلعو كښې د 321 ملين په لګښت 105 ګاډي بلټ پروف كړے شوي٬ دغسې د پوليس شهيدانو كورنيو لپاره 36 كروړه روپۍ نغدې او د سل كروړه روپو 501 پلاټس مم وركړے شوېدي۔