په كرك كښې په انډس هائي وے ترافيكي پيښه كښې د 10 كسانو په حق رسيدو د وزيراعلی د افسوس څرګندونه

پېښور ۔ 15 اپریل (اے پی پی)په کرک كښې په انډس هائي وے ترافيكي پېښه كښې د 10 كسانو په حق رسېدو د خېبر پښتونخوا وزيراعلی علي امين ګنډاپور د افسوس څرګندونه كړې ده۔ وزیراعلی د پېښې د لاسه ځپلې شوو كورنيو سره غمرازي ښكاره كولو سره په حق رسېدليو له د بخښنې او پسماندګانو له د صبر او زغم دعا وكړه۔ وزیر اعلی په پېښه كښې ژوبل شوو له د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔ وزيراعلی اړوندې ضلعي انتظاميې ته ژوبل شويو كسانو لپاره د غوره طبي مرستې برابرولو هدايت وكړو۔ د وزیر اعلی وېنا وه چې مونږ د ځپليو كورنيو په غم دړد كښې يو برابر شريك يوو۔