پېښور ۔ 15 اپریل (اے پی پی) خېبرپښتونخوا حکومت ايسټر اختر په نظر كښې نيولو سره مسیحی ورورولۍ له تنخواه او پنش په 20 اپريل د وركولو پرېكړه كړې ده۔ د خېبر پښتونخوا د خزانې محكمې ټولو سېكترانو او د اړوندو څانګو مشرانو ته مراسله استولې ده۔ د وفاقي ټریژری رولز له مخې د مذهبی اختر څخه 5 ورځې وړاندې به تنخوا ادا كولې شي۔ د مراسلې له مخې مسيحي ورورولۍ له دې تنخواه او پنشن د اپرېل په 20 مه نېټه د وركولو انتظامات وكړې شي۔