د خېبر پښتونخوا وزيراعلي د پېښور په جي ټي روډ د نامعلومو كسانو د ايکسائز پوليس په سکواډ د ډزو غندنه وكړه

پېښور 13 اپرېل (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلي علي امين ګنډاپور د پېښور په جي ټي روډ د نامعلومو كسانو د ايکسائز پوليس په سکواډ د ډزو غندنه كولو سره پوليس ته په ډزو كښې د ككړ كسانو د نيوولو لپاره کارروائي كولو سپارښتنه كړې ده۔ وزيراعلي په پېښه كښې د ايکسائز پوليس اهلکارو په شهادت د افسوس څرګندوني سره د شهيدانو كورنيو سره د يووالي او غمرازۍ څرګندونه كرې ده۔ وزيراعلي د شهيدانو لوړو درجو او غمجنو كورنيو زغم لپاره دعا اوكړه۔ده ووئيل د غمجنو كورنيو په غم كښې شريك يو، صوبائي حکومت به د شهيدانو كورنۍ ايواځي نه پريږدي،د شهيدانو د كورنيو به هر ممكن مرسته كولې شي۔