
پېښور 12 اپرېل (اے پي پي) د عوامي نېشنل ګوند (اے اين پي) صوبائي صدر مياں افتخار حسين، جنرل سيکرټري حسين شاه يوسفزئي او سالار شاکر الله شينواري د اے اين پي ضلع بنوں سالار شعيب خان د كوروداني په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ده۔د غمرازۍ په خپل بيان كښې دوي ووئيل په دې سخت وخت كښې د غمجني كورنۍ په غم كښې شريك يو۔دوي دعا اوكړه چې لوے څښتن دې ارواښادي له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجني كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔