د بلوچستان وزيراعليٰ سره مولانا عبدالغفور حېدري په مشرۍ كښې د جے يو آئي پلاوي وليدل

کوئټه 11 اپرېل (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي سره د جمعې په ورځ مولانا عبدالغفور حېدري په مشرۍ كښې د جے يو آئي پلاوي ليدلي۔٬ د پلاوي په غړو كښې د جے يو آئي صوبائي امير سينيټر مولانا عبدالواسع، اپوزيشن ليډر يونس عزيز زهري، صوبائي غړي ظفر آغا، اصغر خان ترين، پخوانې صوبائي وزير مولانا حسين احمد شرودي پشمول نورو مشران هم شريك ٶ۔ په دې موقع په بلوچستان كښې د امن و امان په صورتحال٬ په مجموعي سياسي وضعه او د بلوچستان نيشنل پارټۍ د جاري دهرنے په اړه تفصيلي خبرې اترې وشوې