د خېبر پښتونخوا په 19 پوهنتونونو كښې د وائس چانسلرز د تقررۍ عمل بشپړولو په اړه د اعلٰي پائې غونډه

پېښور 11 اپرېل (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا په 19 پوهنتونونو كښې د وائس چانسلرز د تقررۍ عمل بشپړولو په اړه د اعلٰي پائې غونډه وشوه۔د اعلٰي پائې غونډه مشري د تعليم وزير مينا خان آفريدي كوله۔په غونډه كښې د خېبر پښتونخوا ايډوكيټ جنرل شاه فيصل، د لاﺀ سيكرټري ، د هائيرايجوكيشن سيكرټري او نورو اعلي چارواكو ګډون وكړو۔په غونډه كښې د انجينئرنګ يونيورسټي سوات نا مكمله چارو بشپړولو، كالجونو ريشنالئزيشن په شان په چارو هم خبري اتري وشوي۔غونډي ته وينا كښې د تعليم وزير مينا خان آفريدي ووئيل پوهنتونونه لا مستحكمولو او په ټريك راوستلو په پاليسۍ عمل كوو۔كرپشن، سفارش په شان عناصر به ناكامه كيږي۔