مينا مجيد بلوچ په سرياب سړك په پوليس وين د ډزو په پیښه د غم دړد څرګندونه وكړه

كوئټه۔10 اپرېل (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلې د لوبو او د ځوانانو چارو مشاورې مينا مجيد بلوچ په صوبائي سر ښار كوئټه كښې په سرياب سړك په پوليس وين د ډزو په افسوسناكه پیښه د غم دړد څرګندونه كړې ده۔ د دغې بريد په نتيجه كښې درې پوليس اهلكار ژوبل شوي ۔ دا خبره د زيارت په ورځ يو بيان كښې وكړې شوه۔ دې ووئېل په پوليس اهلكارو بريد يوازې په قانون نافذ كوونكو نه بلكې د رياست په رټ او امن بريد دے۔ دې ووئېل داسې عناصر كوم چې بلوچستان كښې د امن ماحول خرابول غواړي د هغوي ناپاكه عزائم به چرې كاميابۍ له ورنه كړے شي۔ دې ووئېل شهيدانو د خپلو سرونو په قربانۍ وركولو د دې خاورې دفاع كړې ٬ د هغوي قربانۍ به عبث نه ځي۔ دې ووئېل د شهيدانو كورنيو سره مكمل د يووالي څرګندونه كوو او د دوي به هر ممكن مرسته او ملاتړ كولې شي۔ دې ووئېل د امن لپاره د رياستي ادارو او د اولس خپلو كښې مرسته د وخت ضرورت دے او ځوان نسل له پكار دي چې په داسې حالاتو كښې مثبت كردار تر سره كړي۔