
لاهور 10 اپرېل (اے پي پي) د پنجاب وزيراعلي مريم نواز شريف او د پاکستان مسلم ليګ (ن) صدر محمد نوازشريف د زيارت په ورځ په دوه ورځنۍ دوره بېلا روس ته لاړل،چيف سيکرټري زاهد اختر زمان هم دوي سره ملګرے ؤ۔ د مسلم ليګ (ن) د اطلاعات سيکرټري مريم اورنګزيب له مخې پخوانے وزيراعظم محمد نوازشريف او د پنجاب وزير اعلي مريم نواز شريف د بېلا روس صدر اليګزينډر لوکا شينکو په بلنه دا دوره كوي۔د خپلي دورې په مهال به محمد نوازشريف او د پنجاب وزيراعلي مريم نواز شريف د بېلا روس صدر اليګزينډر لوکاشينکو د اړخه عشائيه كښې هم ګډون كوي