
پیښور ۔9 اپرېل (اے پي پي) د خېبر پښتنوخوا د تعليم صوبائي وزير فېصل خان تركئ د پیښور د بېلا بېلو سكولونو د امتحاني مركزونو دوره وكړه ۔ د تعليم وزير د پاك ترك سكول بشمول د پیښور د نورو تعليمي امتحاني هالونو دوره كولو كښې د اسانيو جاج واغست۔ صوبائي وزير ووئېل په ګرده صوبه كښې د پاك او سپېحلو امتحاناتو لپاره ښه انتظامات شوي۔ ده ووئېل په ټوله صوبه كښې 9 لاكهه 19 زره انجونې او هلكان د ميټرك امتحان وركوي۔ په امتحان كښې د 9 نهم ټولي 4 لاكهه 75 زره او د لسم 4 لاكهه او 44 زره زده كوونكې هلكان او انجونې په امتحانات كښې برخه اخلي۔دغسې امتحانات لپاره 3 زره 634 مركزونه جوړ كړې شوي او 25 زره 810 نګران عمله هم تعينات كړې شوې۔ ده ووئېل د سپېځتيا لپاره په هالونو سي سي ټي وي كېمرې هم لګولې شوي كومې چې د اړوند بورډ د كنټرول رومز سره منسلك دي او چارواكي يې څارنه كوي