په لاړكانه كښې د القدس ورځې په موقع د فلسطيني وګړو په ملاتړ كښې د شيعه تنظيمونو لاريونونه

لاړکانه۔ 28 مارچ (اے پی پی) په لاړكانه كښې د القدس ورځې په موقع د فلسطيني وګړو په ملاتړ كښې د شيعه تنظيمونو لخوا لاريونونه وويستلې شوو۔ په دې لړ كښې د شيعه علماﺀ كونسل پاكستان ٬ مجلس وحدت المسلمين ٬ اصغريه آرګنائيزېشن او نورو تنظيمونو لخوا د ښار په بېلو سيمو كښې لاريونونه وويستلې شوو كوم چې په بېلو لارو تللو سره جناح باغ چوك ته ورسېدل۔ په دې …

لاړکانه۔ 28 مارچ (اے پی پی) په لاړكانه كښې د القدس ورځې په موقع د فلسطيني وګړو په ملاتړ كښې د شيعه تنظيمونو لخوا لاريونونه وويستلې شوو۔ په دې لړ كښې د شيعه علماﺀ كونسل پاكستان ٬ مجلس وحدت المسلمين ٬ اصغريه آرګنائيزېشن او نورو تنظيمونو لخوا د ښار په بېلو سيمو كښې لاريونونه وويستلې شوو كوم چې په بېلو لارو تللو سره جناح باغ چوك ته ورسېدل۔ په دې مهال لارښودو مولانا ریاض حسین الحسینی، مولانا مشتاق مشهدی، مولانا غلام اصغر جنتی، مولانا عبدالوهاب نجفی، مولانا رضا علی شاہ چانډیو، مولانا عمران علی چانډیو،، ایاز سولنګی، سید فیاض حسین جعفری او نورو ووئيل په اولنۍ قبله اسرائيلي ناجائزه قبضه دې په سمدستي توګه ختمه كړې شي۔ دوئي ووئيل په غزه او فلسطين د بمبارۍ مونږه سخته غندنه كوو۔ دوئي ووئيل په اباسين ناجائز کېنال جوړول په هېڅ صورت قبول نه دي كوم چې زمونږ د ژوند مسئله ده۔ دوئي ووئيل مونږ به د بيت المقدس تر آزادۍ خپلې ستړې روانې ساتوو۔ دوئي ووئيل مونږ به د اسرائيلي ظلم٬ زياتې او ترهګري نړۍ ته ښكاره كوو۔ دوئي غوښتنه وكړه چې ملګري ملتونه دې په فلسطين كښې د روان اسرائيلي جارجيت نوټس اخستو سره د فلسطين د خپلواكۍ حق تسليم كړي۔