پېښور۔ 28 مارچ (اے پی پی) د وړوكي اختر په موقع د خيبر پښتونخوا په زندانونو كښې د معمولي نوعيت مقدمو كښې بنديوان 214 ملزمان خوشې كړې شوي دي۔ د پېښور هائي كورټ رجسټرار رپورټ جاري كړې۔ د پېښور هائي كورټ چيف جسټس په هدايت ډسټرکټ سېشن ججز د بېلو زندانونو دورې وكړې ٬ سېشن ججز د معمولی نوعیت په جرمونو كښې د ككړ مجرمانو كېسونه اورېدو سره په موقعه …
د خيبر پښتونخوا په زندانونو كښې د معمولي نوعيت مقدمو كښې بنديوان 214 ملزمان خوشې كړې شول

مزید خبریں
پېښور۔ 28 مارچ (اے پی پی) د وړوكي اختر په موقع د خيبر پښتونخوا په زندانونو كښې د معمولي نوعيت مقدمو كښې بنديوان 214 ملزمان خوشې كړې شوي دي۔ د پېښور هائي كورټ رجسټرار رپورټ جاري كړې۔ د پېښور هائي كورټ چيف جسټس په هدايت ډسټرکټ سېشن ججز د بېلو زندانونو دورې وكړې ٬ سېشن ججز د معمولی نوعیت په جرمونو كښې د ككړ مجرمانو كېسونه اورېدو سره په موقعه پرېكړې وكړې۔ د رپورټ له مخې د صوبې 34 زندانونو څخه په مجموعي توګه 214 بنديوانان خوشې كړې شول۔ پېښور سنټرل جېل څخه 69 ، صوابۍ څخه 25 و او مردان څخه 16 بنديان خوشې كړې شول۔ دغسې كوھاټ څخه 9 ٬ هري پور څخه 10 او ډي آئي خان څخه 11 بنديان خوشې كړې شول۔ دا خبره دې ياده وي چې صدر مملكت آصف علي زداري د پاكستان ورځې او وړوكي اختر په موقع د بنديانو په سزاګانو كښې د 180 ورځو خصوصي كمي اعلان كړے ؤ۔







