كوئټه ۔ 7 جنوري (اے پي پي) د بلوچستان صوباي د منصوبه بندۍ او ترقيات وزير ظهور احمد بليدي وئېلي دي د سياسي مخالفينو د هسې چغو سورو وهلو په ځائے په عملي ګامونو اغستو باور لرو ٬ د پيپلز پارټي كانديد حاجي مدد علي جتك په ډېر اكثريت سره بريا په بلوچستان كښې د پاكستان پيپلز پارټي د زياتېدونكې مقبوليت ثبوت دے ٬ د اروبو روپو په ترقياتي پروژو …
د سياسي مخالفينو د هسې چغو سورو وهلو په ځائے په عملي ګامونو باور لرو٬ ظهور احمد بليدي

مزید خبریں
كوئټه ۔ 7 جنوري (اے پي پي) د بلوچستان صوباي د منصوبه بندۍ او ترقيات وزير ظهور احمد بليدي وئېلي دي د سياسي مخالفينو د هسې چغو سورو وهلو په ځائے په عملي ګامونو اغستو باور لرو ٬ د پيپلز پارټي كانديد حاجي مدد علي جتك په ډېر اكثريت سره بريا په بلوچستان كښې د پاكستان پيپلز پارټي د زياتېدونكې مقبوليت ثبوت دے ٬ د اروبو روپو په ترقياتي پروژو كار روان دے ۔ د دې خيالاتو څرګندونه په ګوند كښې د نوو ګدون كوونكو د مننې كولو او حاجي مدد علي جتك ته د په بريا د مباركۍ وركولو په مهال خپل پېغام كښې وكړه۔ مير ظهور احمد بليدي حقله پي پي 45 كوئټه څخه په لوي اكثريت په كاميابۍ تر لاسه كولو مدد علي جتك له مباركي وركړې ده ۔ ده ووئېل په ډېر اكثريت سره كاميابي په بلوچستان كښې د پي پي پي د مقبوليت ثبوت دے۔ دغسې په شمبېزئۍ هاوس سېټلائټ ټاون تربت كښې د صوبائي وزير ظهور احمد بليدي په يقيادت كښې چيئرمين نديم شموزئۍ د خپلو مرستيالو او عزيزانو سره په باكستان پيپلز پارټي كښې د شموليت اعلان وكړو ۔ د بليده زا عمران د نديم شمبے زئي پرېس كانفرنس سره د ملګرو او خپلوانو په پي پي پي كښې د شامليدو اعلان سره ووئېل ظهور احمد بليدي پخپله سيمه كښې د تعمي راو ترقۍ لپاره هلې ځلې كوي او د تعليم او مواصلاتي نظام لا ښه كولو لپاره ده ګڼ ترقياتي سكيمونه منظور كړې دي۔دغسې صوباي وزير نديم احد شمېے زئي ته په ګوند كښې په ګډون كولو هر كلے اووې ۔ د ده وېنا وه د دوې ګدون څخه په ضلع كيچ كښې پيپلز پارټي مضبوطه شوه۔











