خېبرپښتونخوا اسمبلۍ كښې د سينئر خبريال فدا عديل پلار او د كرم پیښې شهيدانو لپاره د دعا وشوه

پېښور 06 جنوری (اے پی پی)د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ كښې د سينئر خبريال فدا عديل پلار٬كرم ته تلونكې قافله باندې د ډزو په پیښه كښې د شهيدو او ژوبل شوو او ايم پي اے انور زيب مور لپاره د د بخښنې دعا شوې۔د ګل په ورځ د اسمبلۍ غونډې په مهال سپيكر برابر سليم ووئيل صوبائي حكومت د ادارو او ځايې مشرانو سره په ګډه كرم جرګه كړی د هغې څخه …

پېښور 06 جنوری (اے پی پی)د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ كښې د سينئر خبريال فدا عديل پلار٬كرم ته تلونكې قافله باندې د ډزو په پیښه كښې د شهيدو او ژوبل شوو او ايم پي اے انور زيب مور لپاره د د بخښنې دعا شوې۔د ګل په ورځ د اسمبلۍ غونډې په مهال سپيكر برابر سليم ووئيل صوبائي حكومت د ادارو او ځايې مشرانو سره په ګډه كرم جرګه كړی د هغې څخه وروستو په بله ورځ ناوړه پیښې رامخې ته شوې چې پكښې ځينې خلق ژوبل او شهيدان شوي٬ ده ووئېل د انور زيب مور هم په حق رسېدلې لهذا د ټولو ارواښادو لپاره دې په ايوان كښې دعا وكړی شي ٬ دغسې د سپيكر په هدايت صوبائي وزير عدنان قادري د ټولو ارواښادو بخښنې لپاره دعا وكړه