پېښور ۔ 06 جنوری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د رويت هلال كمېټۍ چيئرمېن او د بادشاهي مسجد (لاهور) خطيب مولانا سيد عبد الخبير آزاد په ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ لندن سره تعلق لرونكې پاكستاني نژاد بزنس كمېونټي لارښود هم ده سره وو۔ د ملاقات په مهال په بېلو قامي او مذهبي چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې مهال د پېغام پاكستان …
ګورنر فيصل كريم كنډي سره د مولانا عبد الخبير آزاد ملاقات

مزید خبریں
پېښور ۔ 06 جنوری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د رويت هلال كمېټۍ چيئرمېن او د بادشاهي مسجد (لاهور) خطيب مولانا سيد عبد الخبير آزاد په ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ لندن سره تعلق لرونكې پاكستاني نژاد بزنس كمېونټي لارښود هم ده سره وو۔ د ملاقات په مهال په بېلو قامي او مذهبي چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې مهال د پېغام پاكستان فتاوې په اهميت او د دغې په عملي توګه نافذ كولو خبرې وشوې۔ په هېواد كښې يووالي او فرقه وارانه همغږۍ ته ودې وركولو له په ګډه په هڅو كولو زور راوړلے شو۔ د رویت هلال کمېتۍ چیئرمین د پېغام پاکستان لاندې جاري كړې فتاوی قامي يووالي لپاره مهم سنګ ميل وګرځولو او د دې مثبت اثرات يۍ په ډاګه كړل۔ ګورنر هم د پېغام پاكستان د كردار ستائنه كولو سره ووئيل دا فتاوې امن په ځاے كولو او انتها خوښي ختمولو له يو مضبوط بنياد برابروي۔ ده ووئيل ګورنر هاؤس اولس لپاره پرانستلے شوے دغسې چې د اولسي مسئلو ازاله وكړې شي۔ ده ووئيل بېن المذاهب او بېن المسالك زغم ته ودې وركولو له ګورنر هاؤس عملي ګامونه پورته كوي۔ ده ووئيل ډېر زر به په ګورنر هاؤس كښې کل پاکستان مشائخ کنفرنس وكړې شي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې علماﺀ كرام او مذهبي لارښود دې دا یپغام اولس ته رسولو كښې خپل كردار ترسره كړي۔ د رويت هلال چيئرمېن په ګورنر هاؤس كښې د پبلك ډے په كولو ګورنر ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې۔ ده ووئيل د دې بنياد حضرت عمر فاروق (رض) اېښودے ؤ۔ ده ووئيل ډېر زر به د رويت هلال كمېټۍ لخوا په ګورنر هاؤس پېښور كښې مذهبي روادارۍ ته د ودې وركولو په اړه بېن المسالک کنفرنس وكړې شي ۔ ګورنر د مولانا سید محمد عبدالخبیر آزاد د ملي او مذهبي خذمات ستائنه كولو سره هغه ته خصوصي شيلډ او ډالۍ وركړه۔











