د خيبر پښتونخوا وزيراعلی ايم رياض ته د پيښور پريس كلب په صدر ټاكل كيدو مباركي

پېښور ۔ 29 دسمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی علي امين ګنډاپور د پېښور پرېس كلب په كلنو ټاكنو كښې په صدر ټاكل كېدو مشر خبريال اېم رياض ته مباركي وركړې ده۔ د مباركۍ خپل پېغام كښې وزيراعلی د پرېس كلب كابينې او نورو ټاكل شوو د ګورننګ باډي غړو ته مباركي وركړه۔ وزیراعلیٰ نوې ټاكلي شوي صدر او د هغه كابينې لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولو …

پېښور ۔ 29 دسمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی علي امين ګنډاپور د پېښور پرېس كلب په كلنو ټاكنو كښې په صدر ټاكل كېدو مشر خبريال اېم رياض ته مباركي وركړې ده۔ د مباركۍ خپل پېغام كښې وزيراعلی د پرېس كلب كابينې او نورو ټاكل شوو د ګورننګ باډي غړو ته مباركي وركړه۔ وزیراعلیٰ نوې ټاكلي شوي صدر او د هغه كابينې لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره ووئيل چې په كلنو ټاكنو كښې كاميابي په نوي ټاكلي شوي صدر او د هغه په كابينه د خبريالې ورورولۍ د بشپړه باور څرګندونه ده۔ ده هيله ولرله چې نوے ټاكلے شوے صدر او د هغه كابينه به خبريالې ورورلۍ ته د پېښو مسئلو حل كولو له خپل صلاحيتونه وكاروي۔ ده زياته كړه چې نوے ټاكلے شوے صدر او دده كابينه به د حكومت او خبريالې ورورولۍ ترمينځه نزدې تړون او پېشه ورو اړيكو ته وده وركولو له خپل كردار ترسره كړي۔

مزید خبریں