كوئټه 23دسمبر(اے پی پی)د بلوچستان د منصوبه بندۍ او پرمختګ صوبائي وزير ظهور احمد بليدي وئيلي مواصلاتي نظام د ضلعو ترمينځه رابطو لپاره مهم دے٬د وفاقي حكومت په مالي معاونت روانې بېلې منصوبې بلوچستان د نورو صوبو نه علاوه د ګاونډي هېوادونو سره تړي۔ ټول قام د وسله والو ځواكونو سره ولاړ دے كوم چې هېواد څخه د ترهه ګرۍ لعنت ختمولو له لوظي دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د …
مواصلاتي نظام د بلوچستان نورو صوبو او ګاونډي هېوادونو سره د تړلو مهمه ذريعه ده: د بلوچستان د منصوبه بندۍ وزير

مزید خبریں
كوئټه 23دسمبر(اے پی پی)د بلوچستان د منصوبه بندۍ او پرمختګ صوبائي وزير ظهور احمد بليدي وئيلي مواصلاتي نظام د ضلعو ترمينځه رابطو لپاره مهم دے٬د وفاقي حكومت په مالي معاونت روانې بېلې منصوبې بلوچستان د نورو صوبو نه علاوه د ګاونډي هېوادونو سره تړي۔ ټول قام د وسله والو ځواكونو سره ولاړ دے كوم چې هېواد څخه د ترهه ګرۍ لعنت ختمولو له لوظي دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ په خپل دفتر كښې پلاوي سره په خبرو اترو كښې وكړه۔ظهور احمد بليدي ووئيل په بلوچستان كښې د وفاقي حكومت په مالي معاونت سره په بېلو مواصلاتي منصوبو كار روان دے۔دا منصوبې بلوچستان د نورو صوبو او ګاونډي هېوادونو ايران او افغانستان سره تړي او دا د صوبې دننه او د بېلو ضلعو ترمينځه د رابطو مهمه ذريعه ده۔ مير ظهور احمد بليدي د خېبرپښتونخوا جنوبي وزيرستان ضلع كښې د امنيتي ځواكونو په پوسته د ترهه ګرو د بريد غندنې سره ووئيل چې د دې بريد په نتيجه كښې امنيتي اهلكار شهيدان شوي ده د شهيد شويو اهلكارو لوړو درجو لپاره دعا وكړه۔ ده ووئيل ټول قام د وسله والو ځواكونو سره ولاړ دے كوم چې د هېواد څخه د ترهه ګرۍ لعنت ختمولو له لوظي دے۔









