د خېبرپښتونخوا ګورنر د كرم ځپليو مرستې لپاره په سمندر پورې پاكستانيانو مشتمله كمېټي جوړه كړه

پیښور 23دسمبر(اے پی پی) د خېبرپښتونخوا ګورنر د كرم ځپليو مرستې لپاره په سمندر پورې پاكستانيانو مشتمل شريكه كمېټي جوړه كړې۔د پېښور ګورنر هاؤس د اړخه جاري شوي بيان له مخې د خېبرپښتونخوا ګورنر سپارښتنه وكړه چې هلال احمر خېبرپښتونخوا دفتر كښې خصوصي سېل او د شريكې مرستې كمېټي جوړه شوې۔د كمېټۍ په غړو كښې د سمندر پورې غاړه پاكستانيانو كميونټۍ ډاكټر علي رضا٬ډاكټر قمبر جعفري٬ډاكټر مير اصغر شامل دے۔د …

پیښور 23دسمبر(اے پی پی) د خېبرپښتونخوا ګورنر د كرم ځپليو مرستې لپاره په سمندر پورې پاكستانيانو مشتمل شريكه كمېټي جوړه كړې۔د پېښور ګورنر هاؤس د اړخه جاري شوي بيان له مخې د خېبرپښتونخوا ګورنر سپارښتنه وكړه چې هلال احمر خېبرپښتونخوا دفتر كښې خصوصي سېل او د شريكې مرستې كمېټي جوړه شوې۔د كمېټۍ په غړو كښې د سمندر پورې غاړه پاكستانيانو كميونټۍ ډاكټر علي رضا٬ډاكټر قمبر جعفري٬ډاكټر مير اصغر شامل دے۔د هلال احمر خېبرپښتونخوا وائس چيئرمېن فرزند علي٬د ضم شويو ضلعو چيئرمېن عمران وزير٬پي اېس او ټو ګورنر تنوير حسېن ملك هم د كمېټۍ په غړو كښې شامل دے۔كمېټي به د كرم پاړا چنار ځپليو له د مرستې رسولو او د رېليف هلو ځلو لپاره كردار ترسره كوي۔دا خبره دې ياده وي چې د خېبرپښتونخوا ګورنر څو ورځې وړاندې د سمندر پورې پاكستانيانو سره د كرم پاړا چنار مرستې هلو ځلو لپاره يو آن لائن وډيو كنفرنس كړې و۔د هغه آن لائن وډيو كنفرنس په رڼا كښې ياده شوې كمېټي جوړه شوې۔سمندر پورې پاكستانيانو وېډيو كنفرنس كښې د خېبرپښتونخوا ګورنر سره كرم پاړا چنار كښې په انساني بنيادونو د مرستې هلو ځلو كښې خوښي ښكاره كړې وه۔

مزید خبریں