كابل 16 جون (اے پی پی)د افغانستان سوئېلي ولايت قندهار كښې د نښتو په نتيجه كښې 55 عسكريت خوښي او 15 امنيتي اهلكار مړه شوي دي ٬هلمند كښې د طالبانو په ضد عملياتو كښې د 10 طالبانو د وژنې ادعا شوې ٬ ختيز افغانستان كښې د راكټ په چاودلو درې عسكريت خوښي مړه شوي دې ٬ افغان چارواكو د 8 ځانمرګو بريد كونكو نيولو ادعا كړې ده ۔د افغان مېډيا …
قندهار كښې نښتې٬ 55 عسكريت خوښي او 15 امنيتي اهلكار مړه شول

مزید خبریں
كابل 16 جون (اے پی پی)د افغانستان سوئېلي ولايت قندهار كښې د نښتو په نتيجه كښې 55 عسكريت خوښي او 15 امنيتي اهلكار مړه شوي دي ٬هلمند كښې د طالبانو په ضد عملياتو كښې د 10 طالبانو د وژنې ادعا شوې ٬ ختيز افغانستان كښې د راكټ په چاودلو درې عسكريت خوښي مړه شوي دې ٬ افغان چارواكو د 8 ځانمرګو بريد كونكو نيولو ادعا كړې ده ۔د افغان مېډيا له مخې چارواكو ووئيل په قندهار كښې نښتې هغه وخت پېل شوې كله چې طالبانو بند تيمور سيمه كښې په امنيتي پوسته بريد وكړو۔د قندهار والي وياند ووئيل په نښتو كښې ډلو ته لويې ځاني زيان رسېدلې۔ذريعو له مخې په دې نښتو كښې 55 عسكريت خوښي او 15 امنيتي اهلكار مړه شوي دي










