د چيف جسټس يحيٰی آفريدي سره د سنګاپور انټرنېشنل ميډي ايشن سينټر پلاوي ملاقات

  اسلام آباد۔4جون  (اے پی پی)د سپريم كورټ آف پاكستان چيف جسټس جسټس يحيٰی آفريدي سره د سنګاپور انټرېشنل ميډي ايشن سينټر(ايس آئي ايم سي)چيف ايګزيكټو آفيسر چوان وي مينګ په مشرۍ كښې يو پلاوي د زيارت په ورځ ملاقات وكړو۔پلاوې پاكستان كښې د وفاقي جوډيشل اكډيمۍ اسلام آباد تر سيوري لاندې د ججانو لپاره راجوړ ايكريډيټډ ميډي ايشن سكلز وركشاپ او اسيسمنټ پروګرام كښې د ګډون لپاره د پاكستان …

 

اسلام آباد۔4جون  (اے پی پی)د سپريم كورټ آف پاكستان چيف جسټس جسټس يحيٰی آفريدي سره د سنګاپور انټرېشنل ميډي ايشن سينټر(ايس آئي ايم سي)چيف ايګزيكټو آفيسر چوان وي مينګ په مشرۍ كښې يو پلاوي د زيارت په ورځ ملاقات وكړو۔پلاوې پاكستان كښې د وفاقي جوډيشل اكډيمۍ اسلام آباد تر سيوري لاندې د ججانو لپاره راجوړ ايكريډيټډ ميډي ايشن سكلز وركشاپ او اسيسمنټ پروګرام كښې د ګډون لپاره د پاكستان په دوره دے۔د سپريم كورټ لخوا جاري شوي پرېس ريليز له مخې په ملاقات كښې د سپريم كورټ جج او د وفاقي جوډيشل اكډمۍ  بورډ آف ګورنرز صلاحكار حسټس ميا ګل حسن اورنګزيب هم موجود  ؤ ۔د ملاقات په مهال په پاكستان كښې د شخړو متبادل حل(اے ډي آر)نظام په وده  او استحكام په چارو تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔چيف جسټس د شخړو هواري لپاره د ثالثۍ(ميډي ايشن)موثر٬په وخت او  د كم لګښت ښه طريقه كار ګرځولو سره عدالتي نظام كښې  د اے ډي آر ودې لپاره  په روانو اصلاحاتي اقداماتو رڼا واچوله۔چيف جسټس د اداره جاتي استعداد زياتولو٬پيشه وره مهارتونو زياتولو او په ټولنه كښې د ثالثۍ كلتور ته ودې وركولو په ضرورت زور راوړو دغسې چې اولس ته موثر او آسان انصاف وركول باوري كړے شي۔د سنګاپور انټرنېشنل ميډي ايشن سينټر چيف ايګزيكټو آفيسر چوان وي مينګ د ثالثۍ ودې او  د شخرو متبادل حل لپاره  د اداره جاتي نظام جوړولو كښې د خپلې ادارې د تجربو نه ګدون كوونكې خبر كړل۔په ملاقات كښې د ثالثۍ تربيت٬ايكريډيټيشن٬پيشه وره پرمختګ او اداره جاتي استحكام په څانګو كښې د شريكې مرستې د امكاناتو هم جاج واخستلے شو ۔ډلو دا هيله څرګنده كړه چې شريكې هڅې به پاكستان كښې د ثالثۍ او  شخړو د حل متبادل  نظام لا موثر كولو كښې  مهم كردار ادا كړي۔

 

 

مزید خبریں